خوست باختردوري ٨ مـــــــــــــــــــــــــــــه
امنيتي مقامات وايي چې څلورتنه ماين ايښودونکي تيره شپه دخوست ولايت په ګربزو ولسوالۍ کې دبهرنيو ځواکونو په هوايې بريد کې ووژل شول.
دخوست ولايت دامنيې قوما ندانۍ دامنيت آمرسمونوال محمديعقوب نن باختراژانس ته وويل په دغو کسانو کله چې دګربزو ولسوالۍ دبوري خيلو دسيمې په سړک کې ماين ځاى پرځاى کاوه دبهرنيو ځواکونو دهليکوپتر له خوا بريد وشو او ووژل شو.
ده زياته کړه چې دقربانيانو مړي دپوليسو له خوادخوست ملکي روغتون ته ليږ:دول شوي دي