کابل باختر دزمري د مياشتې ١٢ : امنيتي ځواکونو اود ايتلاف قوتونو پرون د هېواد په جنوب زون کې د عملياتو په ترڅ کې ٣٤ تنه ډاراچوونکي ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
امنيتي ځواکونو او دايتلاف قوتونو دغه عمليات د زابل ولايت د نوبهار ، ميزان ، شينکي او شملزو ولسواليو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې دپيرآغاپه نامه دوسله والو طالبانو ديوه سرګروپ په ګډون ٣٤ تنه طالبان ووژل شول ، ١٤ تنه ټپيان او دوسايطو ضد يو ماين کشف اوشنډکړاى شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ