کندز/ باختر دزمري دمياشتې ٢٦ :
د کندز ولايت د چاردرې ولسوالۍ په ماماخيلو کلي کې تېره شپه څلور تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتو آمريت مرستيال جګړن نصرت الله جمشيدي باختر آژانس ته وويل: دغه ډار اچوونکي د کندز ولايت د چاردرې ولسوالۍ د ماماخيلو په کلي کې د ملي اردو په خاصو عملياتو کې ووژل شول.
ده زياته کړه: په دغو عملياتوکې دوه تنه وسله وال مخالفين هم نيول شوي دي.
جمشيدي وويل: په دغو عملياتوکې د مخالفينو يوولس ښخ کړاى شوي ماينونه کشف او شنډکړاى شول او غه راز د دښمن د مهماتو يوه ډيپو هم وچول شوه.
0 د یوې دقیقې څخه لږ