امنیت

څلورتنه ډار اچوونکي ونيول شول

کابل-باختر د کب دمياشتې ٢٥
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو د وسلو او مهماتو دوه تنه  اکمالوونکي او دوه تنه ډار اچوونکي په کندز ولايت کې ونيول .
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه کسان د کندز ولايت په مربوطاتوکې د ورانکارو او د تروريستي فعاليتونو په ترسره کولو او د ماينونو په ښخولو بوخت وو چې د ملي امنيت دلوى رياست موظفينو له خوا له دوو لاسي بمونو، له آنتونو سره يې له دوه ويشتو ايکم ډوله مخابرو، يو زرو پنځه سوه متر چاوديدونکو پلتو، د لرې واټن مخابرې له ديرشو آنتنونو، يو ريموټ کنترول او له يوه سراچه ډوله کرولا موټر سره ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته