_ کابل باخترد لړم د مياشتې ١٦ :
څلور تنه ډار اچوونکي تيره شپه دکندز ولايت په مربوطاتو کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دغه جګړه د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دکندز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ د نغمه بازار په ساحه کې ونښته چې له امله يې څلور تنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ