امنیت

څلورتنه پوليسان په پکتيا ولايت کې ټپيان شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢١
په پکتيا ولايت کې پرون په واټ کې د ښڅ کړى شوي ماين د چاودنې له امله څلور تنه پوليسان ټپيان شول.
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اوريا خيل دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د پکتيا ولايت د احمد آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت رامنځته شوه چې دپوليسو يو رنجر موټر په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت او د چاودنې له امله څلور تنه پوليسان ټپيان شول.
د پيښې ټپيان د ډند پټان ولسوالۍ روغتيايي کلينيک ته ليږدول شوي او روغتيايي مسوولينو د دووتنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته