امنیت

څلورتنه پوليسان ټپيان شول

کابل- باختر دوري دمياشتې ٦
په خوست ښارکې د پوليسو يوې پوستې ته څېرمه چاودنه وشوه.
دخوست ولايت امنيه قوماندان فيض الله غيرت دباخترآژانس خبريال ته وويل: دخوست ښار د پوليسو يوې پوستې ته څېرمه په چاوديدوکي توکي د يوه بار موټر د چاودنې له امله څلور تنه پوليسان او يو ملکي وګړى ټپيان شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: د پيښې ټپيان د خوست ملکي روغتون ته ليږدول شوي او ډاکترانو د ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته