کابل باختردثوردمياشتې ١٩ :
څلور تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په نويو نښتو کې ووژل شول.
په دې جګړه کې يوبل وسله وال طالب هغه وخت دامنيتي ځواکونوله خوا ونيول شو چې ټپي شوى و.
جګړه تيره شپه ١٢ بجې هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو په نوزاد ولسوالۍ کې په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
دهلمند ولايت دپوليسو ويندوى عبدالاحد چوپان دباخترآژانس خبريال ته وويل :
په دې جګړه کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو تن بل ټپې طالب دامنيتي ځواکونوله خوا ونيول شو.
چوپان په دې پيښه کې دپوليسو د يو سرتيري دټپې کيدو خبر هم تائيد کړ.
0 د یوې دقیقې څخه لږ