کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦ :
دهلمندولايت په مربوطاتوکې تيره شپه د آيساف د ځواکونو د هوايي بريدله امله څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دهلمند د والي ويندوى عمر ځواک باخترآژانس ته وويل: په دغه هوايي بريدکې چې د سنګين ولسوالۍ د ساروان کلا په ساحه کې د طالبانو په يو پټنځي ترسره شول؛ دطالبانو دډلې ديو مشهور قوماندان فضل الرحمن په ګډون دوه تنه ځانمرګي يرغلګر او يو وسله وال طالب ووژل شول .
ديوبل خبرله مخې: يو ماين ښخوونکى طالب تيره شپه په بغلان ولايت کې دخپل ماين قرباني شو.
دغه سړي چې په واټ کې دکارولو لپاره دماينونوپه جوړولوکې خاص مهارت درلود؛ د هغه ماين دچاودنې له امله ووژل شو چې غوښتل يې هغه د زاړه بغلان په نوروزک ساحه کې ځاى پرځاى کړي.
د زاړه بغلان امنيه قوماندان څارمن سيدمير وطندوست وايي چې وژل شوى سړى په بغلان کې د طالبانو له قوماندانانو څخه و چې څو ځلې د ماين ښخولو په پيښو کې تور پرې لګول شوى دى.
0 1 دقیقه لوستل