امنیت

څلورتنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د سلواغې  څلورمه :
څلور تنه وسله وال طالبان تيره شپه په ننګرهار ولايت کې له پوځيانو سره د جګړې په بهيرکې ووژل شول .
دغه جګړه تېره شپه د لعل پورې ولسوالۍ بازارته څېرمه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې يرغلګرو د پوځيانو د سپرلۍ  په کاروان بريد وکړ .
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په دې جګړه کې سرتيرو او د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى او د يرغلګرو يوه اندازه جنګي وسايل او چاوديدونکي توکي هم د افغان ځواکونولاسته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته