کابل باختر د کب لسمه :
څلورتنه وسله وال طالبان په ارزګان ولايت کې نن له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول.
په چارچينو ولسوالۍ کې دغه جګړه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والوطالبانو د اردو د پوځيانو په کاروان بريد وکړ.
په ارزګان ولايت کې د اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې بريدکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د اردو ددغه قوماندان دڅرګندونوله مخې: په دې نښته کې د اردو سرتيرو او ملکي وګړوته زيان نه دى اوښتى .
له بلې خوا د اردو پوځيانو په دهراوود ولسوالۍ کې د خاصوپوځي عملياتوپه بهير کې د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو د يوې ډيپو دکشفولو خبر ورکړ.
1 د یوې دقیقې څخه لږ