څلورتنه ورزشکاران دمشرانوجرګې له خواوستايل شوې
کابل باختر د کب اووه ويشتمه :
د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلميار په مشرۍ د دغې جرګې په نني غونډه کې د څلورو تنو ورزشکارانو په ستاينې سربېره، په هېواد کې د وروستيو پېښو په اړه بحثونه وشول.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پيل کې د جرګې يو شمېر غړو وويل، په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو په هغوعملياتو کې چې د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د وېره ا چوونکو پر وړاندې ترسره شول، اته تنه ملکي وګړي شهيدان شوي دي چې دې عمل د خلکو غوسه راپارولي، بايد په راتلونکې کې د ډار اچوونکو پر وړاندې دقيق عمليات ترسره او د ملکي وګړو د تلفاتو څخه دي په ټینګه مخنیوی وشي، ځکه چې د دي تيروتنو تکرار د خلکو او حکومت تر منځ واټن رامنځته کوي.
يو شمېر سناتورانو د وخت د کمونستي رژيم پر وړاندې د هرات دخلکود ١٣٧٥ کال د کب د ٢٤مې له پاڅون څخه په نيکۍ يادونه وکړه او دغه ورځ يې د هېوادوالو د حماسه زيږونکو مبارزو په تاريخ کې د پاملرنې وړ وباله، ويې ويل سره له دي چې په دي ورځ زرګونه تنه شهيدان شول؛ خود دوی پاڅون په ټول هیوادکې د پراخ مقاومت سبب وګرځید، خولکه چې اړینه ده د دي ملي ارزښتونو څخه چې په ټول ملت پورې اړه لري، د پام وړ لمانځنه ونه شوه، دې ته اړتيا شته چې په راتلونکې کې ددی تاریخې پاڅون ورځ په ښه توګه ونماځل شې.
په غونډه کې يو شمېر سناتورانو په پاکستان کې د پښتون د تحفظ غورځنګ له لاريونونو سره ملاتړ څرګند کړ او ويې ويل،د پاکستان داستخباراتي سازمان(آي اس آي) له خوا د پښتنو د وژنې، ظلم اوځورونې په وړاندي،هغه وروستې لاريونونه چې د پښتنو ځوانانو له خوا په دغه هېواد کې ترسره شول باید ددغه برحق غورځنګ ملاتړ وشې.
دغه راز په غونډه کې سناتورانو کابل ته د پاکستان د ملي امنيت د سلاکارپه مشری دیوپلاوي د راتګ او د هېواد له چارواکو سره د دليدنو کتنو په اړه نظريې وړاندې شوې، وويل شول له هغه وخته چې پاکستان د امريکا له خوا انزوا ته تللی؛ د پاکستاني چارواکو تګ راتګ زيات شوى؛ خو تر اوسه د سولې د اعادي او ټيکاو مثبتې نښې نه دي لیدل شوي، هيله ده د افغانستان مشرتابه د پاکستان له صدراعظم سره، چې په پام کې ده په نژدي راتلونکې کې کابل ته راشې، خبري وکړي او ټینګار وشود افغانستان دسولې پیشنهادي طرحه چې د کابل په کنفرانس کې د جمهور رییس له لوري طالبانو ته دخبرومیزته دبلنې په موخه وړاندي شوه، یو په ځای وړاندیز دی اوباید طالبان له دي فرصته ګټه پورته کړي او باید هیره نه کړو چې د کابل په کنفرانس کې دجمهور رییس اساسي طرحه اوربند دی؛ خوکه چيرې طالبان بريدونووحشیانه حملو او پاکستان د افغانستان په خاوره خپلو راکټونو بریدونوته دوام ورکړي؛ د سولې هڅې او خبري به بې پایلې اوبې ګټې وي.
همدا راز ځينو سناتورانو دانسان تښتوونکو له منګولو څخه د درېو تنو د خوشي کېدو په اړه د بغلان ولايت د ملي امنيت رئيس او امنيه قوماندان له هڅو څخه قدرداني څرګنده کړه، ويې ويل چې دغه کسان د غير مسئوله وسله والو څخه د يوه تن قوماندان ميرويس له خوا تښتول شوي وو؛ چې بايد عامل يې تر پوښتنې لاندي ونيول شي.
په غونډه کې د سرپل او جوزجان ولايتونو ته د پنځم او شپږم بست د ازموينې د اخيستو په یو لړ تخنیکې ستونزو نیوکې وشوي او وويل شول چې په دغو سوالونو کې د ترکې ژبې ادبیاتو(ازبیکي او ترکمني)ته ځای ندی ورکړ شوی او هم د ازموينې د اخيستو په موخه دناظر په توګه د شپیتو تنو دولتي مامورانو په ازموینو کې دګډوډي او دزیاتو لګښتونو ښکارندیی کوي .همداراز څرګنده شوه چې په ترکې ژبی چاپ شوي کتابونه د پوهنې وزارت له لوري ښونځیو ته نه دي لیږل شوی، په اساسې قانون کې که پښتو او دري رسمي ژبي تسجیل شوی او دنوروژبو په انکشاف او تقويی باندي هم تاکید شوی دی، خو مسوول چارواکې د اساسې قانون خلاف د نورو ژبو د انکشاف او تقویي لپاره یا دغفلت له مخې او یايي هم دا ژبی له پامه غوځولي دي .
همدا راز په غونډه کې د ١٣٩٧ لمريز کال د رارسيدو له امله ټولو هېوادوالو او په ځانګړي توګه د هېواد زړورو امنيتي ځواکونو ته چې خپل ځانونه يې د امنيت د ټينګښت په موخه د دښمنانو پر وړا ندې ډال ګرځولي، مبارکي وويل شوه او د سياسي مسايلوله څېړونکوڅخه وغوښتل شول چې په رسنیو کي ناسم قضاوتونه باید وړاندي نکړي او راتلونکې خلکو ته ویره ونکي اوتیاره وښيي.
د افسرانو او بريدملانو د ذاتي چارو قانون سره د قوماندانيو د امنيت آمرينو د رقابتي ازموينې په ټکر کې ګڼل، د بهرنيو بريدونو کې د متقابل ځواب په موخه د هېواد پوله ساتو ځواکونو ته د واک د ورکړې په موخه د ملي دفاع وزارت څخه هرکلې، د ډيورنډ ليکې ها خوا د پښتنو اعتراضونو څخه د ملاتړ په تړاو د کابل د يو شمېر اوسېدونکو د لاريونونو څخه يادونه، د جوزجان ولايت د قوش تيپه او درزاب ولسواليو کې د داعش ترهګرې ډلې د فعاليتونو د زياتوالي، د حکومت او مخالفينو تر منځ د سولې په برقرارۍ ټينګار، د يو شمېر شخصيتونو په ويناوو نيوکې چې د مولانا سيد خيلي د لمانځنې په مراسمو کې د نظام پر وړاندي کړي، د نظام څخه د يو شمېر سناتورانو ملاتړ، د کانکور ازموينې د اخستلو په ځند باندي نيوکه، طالبانو ته د سيمو د سپارلو طرحې سره مخالفت او ځينې نور مسايل وو چې د نننى په عمومي غونډه کې مطرح شول.
د آزادو بحثونو په پای کې د مجلس ریيس د خبرو په ترڅ کې د هرات خلکو د کب د څلرويشتمې او د کنړ ولايت د کیراړې پاڅون د هېواد په تاريخ کې د عطف ټکی وبلل او د شهيدانو او ټپيانو کورنيو سره د غمشريکۍ او ډاډګېرنې د څرګندولو تر څنګ يې وويل، پاڅونوالو د خپلو ځانونو په نذرانه کولو سره ثابته کړه چې افغان ولس به هيڅکله د اسارت او غلامۍ لاندې ژوندون ونه مني.
فضل هادي مسلم يار د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ کې د نظامي عملياتو پر وخت دملکي خلکو په تلفاتو سخته نيوکه وکړه، ويې ويل چې د يادې پېښې ټول شهيدان ملکي افراد وو او د نظام مخالفينو سره يې هيڅ راز اړيکې نه درلودې چې امنيتي ځواکونه او نړيوال همکاران يې باید په دې ډول مواردو کې له پوره پاملرنې کار واخلي او د عامو خلکود دسرزيان مخه ونيسي او زياته يې کړه چې دغه موضوع به د ننګرهار ولايت سيمه ييزې ادارې او مرکزي حکومت سره تعقيب او وڅېړل شي.
دمشرانوجرګې رئيس په بغلان ولايت كې د انسان تښتونكو له منګولود دريو تنو پر خلاصون خوشحالي څرګنده كړه خو ټينګار يې وكړ حكومت بايد ميرويس نومۍ غير مسؤل وسله وال كس چې د اختطاف عامل ګڼل كيږي ونيسي او د ګوندي روابطو او علايقو پرته دې تر قانوني څار لاندې راولي . فضل هادي مسلم يار د كرښې ها خوا د پښتنو د بې ساري لاريونونو په هكله وويل هره هغه مبارزه چې د انسانانو د حق غوښتنې او د اسارته د آزادېدو او خپلو حقونو ته د لاس رسۍ لپاره پيل شوي وي ملاتړ او ستاينه يې كوو ځكه د كلونو راهيسې په بېلابېلو پلمو یې مشران او ځوانان په شهادت رسېدلي او د خپل حقونو او امتيازونو محرومه پاته شوي.
په پاي کې يې زياته کړه دا چې د سې شنبې ورځ د روان کال وروستۍ ورځ ده او امنيتي مسئولين به د مناسبتونو د غوره تدابيرو له پاره خپل امنيتي پروګرامونه پلي کوي، نوهغوی به د مشرانو جرګې د راتلونکې اونۍ په یوه غونډه کې حاضر او د سناتورانو پوښتنو ته ځواب ووایي.
د غونډې په پاي کې د اجندا سره سم د هېواد د ورزشکارانو هر يو باز محمد مبارز، احمد ولي هوتک، عبدالعظيم بدخشي او نصرت الله اخندزاده چې په نړیوالو آزادو رزمي سياليو کې يې خپلو سيالانو ته ماتې ورکړي او اتلولي يې خپله کړه د مشرانو جرګې له خوا د ستاين ليکونو په ورکړې سره وستايل شول او د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار د سناتورانو په استازولۍ د ورزشکارانو د برياليتوب له امله مبارکي وويله او څرګنده يې کړه چې د ورزشکارانو لاسته راوړنې په زياترو څانګو کې چې د افغانستان بيرغ يې په نورو هېوادونو کې رپولي، د ستايلو اوملاتړ وړ دي.
پاى- ع