څلورتنه ماين ښخوونکي ووژل شول

کابل- باختر د ثور يوولسمه :
څلور تنه ماين ښخوونکي پرون په غزني ولايت کې د ماين دچاودنې له امله ووژل شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: څلور تنه ماين ښخوونکي چې غوښتل يې د وسايطوضد يو ماين دغزني ولايت د مقر ولسوالۍ په مربوطاتوکې ښخ کړي؛ ماين  د ښخولو په وخت کې وچاوديد چې له امله يې څلور واړه ماين ښخوونکي ووژل شول .
ديوبل خبر له مخې: دملي اردو منسوبينو پرون د امنيتي دندو دترسره کولوپه بهير کې درې ماينونه د خوست ولايت په مربوطاتوکې، څلوربوشکې چاوديدونکي  توکي په غزني ښارکې او څلورنورماينونه  دننګرهار ولايت دبټي کوټ په ولسوالۍ کې  کشف اوشنډ کړل .
له بلې خوا دملي دفاع وزارت تاييدکړه چې دملي اردو يو منسوب د ميدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ماين دچاودنې له امله شهيد شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته