سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

ځینې هېوادونه هڅه کوي، نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکو ته ضربه ورسوي

کابل، د مرغومې ۱۶ مه، باختر

تبصره

رویترز خبري اژانس د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتو د مرکزي ادارې د دوه مامورینو له قوله راپور ورکړی، چې ګواکې د ایران په کرمان ښار کې وروستي بمي بریدونه، چې تر سلو زیات کسان په کې ټپیان او ووژل شول او مسولیت د داعش وسلوالې ډلې ومانه، په افغانستان کې پلان شوي وو، هغه څه چې له حقایقو لرې دي.

د رویترز دغه خبر او د امریکایي استخباراتو د مامورینو دغه څرګندونې ځکه له حقیقته لرې دي، چې په وار وار د نړۍ ګڼو هېوادونو چې امریکا هم په کې راځي دا اقرار کړی، چې داعش ډله په افغانستان کې کمزوره شوې او شتون نه لري.

دغه راز د اسلامي امارت په روانه واکمنۍ کې د افغانستان دننه ټولې وسلوالې ډلې له منځه تللي او افغانستان د یو مشروع مرکزي حکومت له لوري اداره کېږي او د کابل حکومت ژمن دی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ بهرني هېواد پر ضد و نه کارول شي.

د نړیوالو رسنیو او نورو هېوادونو له لوري دغه ډول څرګندونې د نړۍ په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو او د افغانستان اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو د خرابوالي په هدف کېږي او خپرېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته