سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

ځینې هېوادونه استقلال نه لري؛ باید سیاسي جرئت پیدا کړي

کابل, د مرغومې ۱۷ مه, باختر
تبصره
د هېوادونو د بشپړ استقلال یوه لویه نښه دا ده، چې وکولی شي لکه د افغانستان اسلامي امارت له نورې نړۍ سره اړیکې له خپل خپلواک سیاسي ادرس څخه وپالي او د بل چا تر اغېز لاندې نه وي.
وروسته ترهغې چې افغانستان کې اسلامي امارت بیاځلې واک ته رسېدلی، د ځینو هېوادونو پالیسي او د چارواکو ویناوې دا څرګندوي، چې غواړي له اسلامي امارت سره رسمي راشه درشه ولري، خو د سیاسي استقلالیت نه شتون یې اجازه نه ورکوي، چې دغسې یو ګام پورته کړي.
د اسلامي امارت د واک په روانه موده کې هغو د ګوتو په شمار هېوادونو، چې افغانستان کې یې خپل سفارتونه فعال کړي او هم یې په خپلو هېوادونو کې سفارتي او کونسلي چارې د اسلامي امارت استازو ته سپارلې دي، هڅه کړې، چې نړۍ کې خپل هر ډول استقلالیت وښيي او دا څرګنده کړي، چې چارې یې په خپله خوښې روانې دي او د نړۍ د بل هېڅ هېواد تر اغېزې لاندې نه دي.
یو شمېر نور هېوادونه بیا، چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري د مات شویو هېوادونو تر اغېز لاندې دي او غواړي کابل کې له اصیل افغاني حکومت سره اړیکې ولري، خو دا چې سیاسي او نورې چارې یې د نورو له لوري مدیریت کیږي، نه شي کولی کابل کې خپلې سفارتي چارې پیل او په خپلو هېوادونو کې د اسلامي امارت سیاسي استازي ومني، چې دا د دوی د بشپړ استقلالیت د نشتون نښه ده.
دغه هېوادونه باید څه وکړي؟
هېوادونه که ریښتیا هم ځان مستقل ګڼي باید خپلو پالیسیو او ګتو ته په کتو د افغانستان اسلامي امارت سره سیاسي او نورو خبرو ته رامخته شي او پرېنږدي، چې د هېوادونو ګټې یې د نورو د لوبو ښکار شي.
که چېرې دوی له افغانستان سره بیاځلې راشه درشه پیل کړي نو نه دا چې سیمه کې به یې له یو لوی او قوي نظام سره د اړیکو تار غځولی وي؛ بلکې له اقتصادي او نورو برخو څخه هم ګټه ترلاسه کولی شي.
نو جرئت ښه شی دی او هېوادونه باید دغه جرئت ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته