ټولنه

ځوانان په هرات کې دنشه يي توکو په سلوکې څه دپاسه شپيته کارکوونکي دي .

کابل باختر دلړم  يو ويشتمه :
په هرات کې دنشه يي توکو په سلوکې څه دپاسه  شپيته کارونکي  ځوانان دي .
په هرات ولايت کې دترسره شويو تحقيقاتو او څيړنو له مخې دنشه يي توکو په سلوکې څه دپاسه شپيته کارونکي  ځوانان دي چې زياتره يې  له هيروئينو او ښيښو څخه استفاده کوي .
له نشه يي توکو څخه داستفادې  په زيانونو دپوهاوي په هغه کنفرانس کې چې  دهرات ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست دځوانانو دامريت له خوا  دمطبوعاتو په سالون کې جوړ شو دعامې روغتيا رياست استازي ډاکتر زمري حصين  ددغه ټکي دبيانولو سره وويل زياتره دغه کسان دايران له اسلامي جمهوريت سره دسرحدي ولسواليو اوسيدونکي دي .
  ده څرګنده کړه چې همدا اوس په دغه ولايت کې دځوانانو د وړيا درملنې درې مرکزونو شته چې يوسلو شپيتو تنو ته دخدمتونو دوړاندې کولو ظرفيت لري .
  دهرات ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس اريا رووفيان  له دې امله دخواشينۍ  په څرګندولو سره چې په ټولنه کې دنشه يي  توکو دکارونکو کسانو شمير دهرې ورځې په تيريدو  سره لوړيږي ځوانان يې هم وياړلى او رغنده ځواک وباله چې په سالم جسم او روح سره کولاى شي ټولنه دهميشنۍ پراختيا په لور رهبري کړي .
دهرات ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس په هېواد کې دهمدې ورځې په تيريدو سره په نشه يي توکو دځوانانو دروږدي کيدو دڅپې يادونه وکړه او ويې ويل چې د ٢٠١٥ ميلادي کال  دشميرنو له مخې په نشه يي توکو دروږدو او دهغو کسانو شمير چې په بدن کې يې دنشه يي توکو ازمايښت  مثبت دى درې نيمو مليونو تنو ته رسيږي .
داپه داسې حال کې ده چې افغانستان په يو کال کې يواځې دڅلويښتو  زرو تنو روږدو کسانو ددرملنې ظرفيت او ځواکمني لري .
په همدې حال کې دهرات ولايت دنشه يي توکو پرخلاف د مبارزې رييس جيلاني دقيق هم په دغه ولايت کې دنشه يي توکو دبوټو دکرکيلې دځمکو اندازه او دغه راز په هرات کې  په نشه يي توکو دروږدوکسانو شمير بيان کړ .
دى وايي چې په ټولنه کې په نشه يي توکو په سلوکې اتيا روږدي کسان نارينه ، په سلو کې ديارلس ښځې او په سلو کې اووه نور ماشومان دي .
په همدې حال کې دهرات دځوانان پارلمان غړى ښاغلي  حسيني اويوشمير برخه والو ځوانانو له نشه يي توکو څخه داستفادې  پرخلاف  دمبارزې په کار کې  په ټولنه کې دتفريحي پروګرامونو جوړول او دروزنيزو پروګرامونو پراختيا مهم وبلل .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته