ځوانان دې د پوهنې په برخه کې همکاري وکړي
جلال آباد باختر د کب د مياشتې ٢٦ مه
ځوانان دې د پوهنیز بهیر د پیاوړتیا په موخه له ټولو قانوني لارو چارو څخه په ګټې اخیستنې سره همکاري وکړي .
دغه څرګندونې نن د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ځوانانو او مدني ټولنو له استازو سره په کتنه کې وکړې.
د باختر اژانس د سيمه يېز خبريال د خبر له مخې:
په دې غونډه کې د ځوان ولسي ټولنې غړو د امنیت په ټينګښت، ښارکې د بې نظمۍ د مخنیوي، بريښنا، په ښوونځیو کې د کتابونو نشتوالي ، صنعي پارک ته د غځيدلي سړک د جوړیدو او یو شمېر نورو ستونزو په حل کې د اقداماتو او همکارۍ غوښتنه وکړه.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،د هغو ځوانانو ستاینه کوي،چې د ستونزو د شریکولو پر مهال ورسره د حل لارې هم وړاندیز کوي او موخه یې هم د تخریب پر ځای اصلاحات رامنځته کول وي.
هغه زیاته کړه، د نورو ولایتونو په پرتله په دې ولایت کې د روغتیا او پوهنې سکتور پياوړی دی.
منګل زياته کړه، راتلونکی ۹۷ لمریز کال د جمهور ريېس له لوري د پوهنې د پياوړتیا په نوم نومول شوی، چې له مخې به يې د پوهنې په برخه کې پرتې ستونزې تر ډیره حل شي.
هغه همدا راز وویل چې په راتلونکي کې دغه ولایت ته ۳۰۰ میګاواټه واریداتي او په حصارشاهي کې د ۴۰ میګاواټه لمرېزې بريښنا په جوړیدو سره به د ولسونو ګڼې ستونزې حل شي.
ننګرهار والي ځوانانو ته د ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او هم يې ورته سپارښتنه وکړه، چې تل د مثبت فکر له مخې خپل فعالیتونه تنظیم کړي څو په ټولنه کې اصلاح او سمون رامنځته شي.پاى _ وصال