ټولنه

ځوانان اودهېواد راتلوونکى

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٣ مه :
ځوانان په ټولو ټولنو کې  يوه بډايه پانګه او دودې اوپرمختګ لپاره يو مطرح قشر دى   دهغو په وړاندې نه پاملرنه او غفلت ديوه ملت او ديوه هېواد دبرخليک په اړوند ې غفلت اوناغيړي ده .
دباخترآژانس مفسر ليکي  ؛   دزمري  دمياشتې  يوويشتمه دځوانانو له نړيوالې ورځې سره برابره ده  کال په کال  دنړۍ په ټولو هېوادونو کې دغه ورځ نمانځل کيږي  چې په ټولنو کې دځوانانو  داهميت  او رول درناوى وشي او دهغوى ستونزې وڅيړلې شي او دحل کولو لپاره دې نوي ژمنې رامنځته شي    .
په افغانستان کې هم په څو تيرو کلونو کې دځوانانو دنړيوالې ورځې نمانځنه  په يو دود بدل شوى  دى  چې داهميت وړ دى.
ددغې ورځې نمانځنه افغان ځوانانو ته  ځانګړى ارزښت لري  دافغانستان  دديرش ميليوني وګړوزياته برخه ځوانان دي، غيررسيمي شميرنې ددې څرګندوى دي چې په افغانستان کې داوسنيو وګړو په سلو کې شپيته له اتلس کلنۍ څخه ترڅلويښت کلنۍ پورې عمر لري او دا ثابتوي چې افغانستان يو پياوړى فزيکي ځواک لري  خو ځوانان له يولړ ټاکلو اومشخصو ستونزو سره لاس اوګريوان دي، دجګړې  له دو ام څخه تراقتصادي تنګسيا پورې  په نشه يي توکو روږديتوب دزده ګړې اوتحصيل په کار کې دطرفيت نشتوالى ، دسالم مصروفيت اوکار نشتوالى  ، دفرهنګي ګډوډۍ ، خطر او فرهنګي ، ابتذال او ټولنيزې ناخوالې هغه ستونزې دي  چې زموږ دهېواد ځوانان ګواښي.
له دې جملې څخه  د جګړې ددوام ،.اقتصادي تنګسيا ، په نشه يي توکو روږديتوب او دوزګارتيا په ګډون موارد هغه اساسي ستونزې دي چې افغان ځوانان   کړوي  .
نن په افغانستان کې د جګړې دکرښې په دواړو غاړو کې دا افغانان  دي  چې ديوبل  پر وړاندې  ولاړ دي  يو يې دملي ارزښتونو دفاع کوي اوبل لورى ددغو ارزښتونود له منځه وړلو لپاره مټې رانغاړلي دي  .
دا جوته وي چې  لنډپاري انګيزه او عمل ، دپوهې  بيوزلۍ او دهېوادپالنې انګيزه  يوشمير ځوانانو ته  کمرنګې ده که نه ددولت دوسله  والو مخالفينو ليکي به له ځوانانو څخه ډکې نه وي.
( ځوانان چې دخپل چاپيريال  ،  دهېواد راتلوونکي په باب معلومات نلري بلکې له ولولو او افکارو يې ناوړه استفاده  کيږي  او دملت او خلکو په وړاندې  جګړې ته ټيل وهل  کيږي   ) .
دافغانستان دولت ځان دځوانانو او دځوانو مفکورو ملاتړي بولي  چې بې لارې شوې ځوانان له دغه حالت څخه وژغوري   او دهغوى له  ژغورنې سره جوخت  دټولنې يو قشر  او دهېواد راتلوونکى  برخليک  هم تضمين کړي. .
له بده مرغه  په افغانستان کې  دنړيوالو ورځو نمانځنه زياتره کليشه يي او نمايشي ده په داسې حال کې  چې  د افغانستان دځوانانو ستونزې دومره سختې جدي  اوپراخې دي چې يوازې په الفاظو اويا په تشريفاتي پروګرامونو دحل وړ نه دي. دهغو ځوانانو را ايستل  چې ددولت دوسله والو مخالفانو په ليکو کې فعاليت کوي ، دځوانانو ترمنځ په نشه يي توکو دروږديتوب دپراختيا مخنيوي دابتذال په لومه کې دهغوى دلويدو مخنيوي ، هغوى ته دکار دزمينې برابرول  ،. له  بيوزلۍ ا وله ناسالمو مفکورو څخه  دځوانانو لرې کول هغه لومړيتوبونه دي چې بايد دنظام چارواکي پاملرنه ورته  وکړي .
ددغومسئلو ترڅنګ  ځوانانو ته دښوونې او روزنې  دزړه کړې  زمينه مقيده او تنګ ده  له يوې خوا دزده کړې ددوام لپاره معياري ظرفيتونه کم دي  له بلې خوا هغه ظرفيت  جوړونه چې په هېواد کې په تيره بيا په خصوصي  برخه کې دځوانانو د زده کړې لپاره په پام کې نيول شوي دي  دزمانې اړتياو ته  ځواب    نه شي ويلى  او معياري نه دي.  
  په ټولنيز ژوندانه کې هم افغان ځوانان دپردي فرهنګ  له يرغل، فرهنګي ابتذال  ، مسووليت نه مننې او له ناسالمو مفکورو سره مخامخ دي.
نو ځوانان ددې ترڅنګ  چې دهېواد لپاره يوه قوي پانګه او بنسټ دى  له زياتوخطرونو  او ستونزو   سره لاس او ګريوان دي .
نو دجمهوررئيس  محمداشرف غني دغه  خبرې  بايد تحقق ومومي  چې ځوانانو ته په خطاب کې وايي  ؛ تاسې په نجيبه کړۍ بدل شئ  ، بايد ستاسو ترمنځ  دځواب ويلو حس پيدا شي  او دغه هېوادله دريو قشرونو يعنې له ځوانانو ښځو  اوبيوزلو څخه جوړ شوى دى  او ترهغه وخته پورې چې دغه قشرونه  سوکالۍ ته ونه رسيږي په افغانستان کې به ټيکاو رامنځته نه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته