امنیت

ځانمرګو بريد کوونکو په هرات کې د هند په قونسلګرۍ بريد وکړ.

کابل باختردجوزا دمياشتې ٢ :
يوې  ډلې ځانمرګو بريد کونکو نن سهار په هرات ښار کېى دهندوستان په قونسلګرۍ  بريد وکړ.
يرغلګر چې شمير يې پنځه تنه  ښودل شوى   دى دهند دقونسلګرۍ  په  وړاندې  په يوې جګپوړې  ودانۍ يرغل وکړ اوله هغه ځايه  يې په  دغه سياسي دفتردتوغنديو او درندو وسلو بريدو وکړ.
دهرات ولايت دپوليسو يو مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل :  امنيتي ځواکونو تر اوسه پورې دوه تنه  يرغلګر طالبان  وژلي  دي .
د ده دڅرګندونو له مخې :  امنيتي ځواکونه په  ډزو سره هلې ځلې کوي  درې تنه
نور يرغلګرهم  له منځه  يوسي.
په هرات ښارکې د هند سياسي دفتر په يوه ګن ميشته سيمه کې موقعيت  لري تراوسه پورې دهيواد په بيلابيلو ښارنو کې دهندوستان په قونسلګريو څو ځلى تروريستي بريدونه شوي  دي.
دهيواد پوځي مقامات دپاکستان داستخباراتو سازمان    آى   اس  آى   د دغه بريد اصلى عامل بولي او وايي پاکستان نه غواړي له هغو ښو اړيکو سره چې له افغانانو سره لري دافغانستان لپاره بنسټيز کارونه  وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته