پکتیکا کې ۵۷ ټنه تاریخ تېره درمل او بې کیفیته توکي وسوځول شول

کابل، د سلواغې ۴ مه، باختر
د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د ۵۷ ټنه تاریخ تېره درملو او بې کیفیته توکو د راټولولو او سوځولو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د یاد ریاست مسوولینو باختراژانس ته ویلي، چې په تېرو ۶ میاشتو کې د دغه ولایت د مرکز ښرنې له بېلا بېلو شخصي روغتونونو، کلینیکونو، درملتونونو او پلورنځیو څخه ۵۷ ټنه تاریخ تېره درمل او بې کیفیته توکي راټول کړي و، چې د یوشمېر مسوولینو او رسنیو په شتون کې وسوځول شول.
مسوولین وايي، دوی لا هم هڅه کوي چې د یاد ښار له بېلا بېلو پلورنځیو، درملتونونو او روغتونونو څخه لیدنه وکړي او تاریخ تېره درمل او بې کیفیته توکي راټول کړي.
د یادونې وړده، چې په دغه ولایت کې د یادو مسوولینو له لوري تردې مهاله په زیاته اندازه تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل راټول او سوځول شوي دي.