پکتیکا کې ۱۵۵ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل د چنګاښ ۱۹ مه باختر 

د پکتیکا ولایت د کلیو او بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په ارګون او یوسف خېلو ولسوالیو کې د ۱۵۵ بېلابېلو پروژو د ګټې اخیستنې خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئيس مولوي خان محمد احمد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې د دغه ولایت په ارګون او یوسف خېلو ولسوالیو کې د (سي. ډي. ډي. او) موسسې په مالي ملاتړ د ۲۲۲ میلیونه ۲۸۰ زره افغانیو په لګښت ۱۵۵ بېلابېلې پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

هغه زیاته کړې چې په دغو پروژو کې لویې لارې، پلونه، پلچکونه، د اوبو کانالونه، کاریزونه، د اوبو د ذخیره کولو سېستمونو شامل دي.

ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادو پروژو په پلي کولو خوښي څرګنده کړې او د ورته نورو پروژو د پلې کولو غوښتنه یې کړې ده.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته