خبرونهټولنه

پکتیکا کې ۱۲۷۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د چنګاښ ۲۱ مه، باختر

د پکتیکا ولایت په ۳ ولسوالیو کې د څه باندې ۷۰۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو ۵ شبکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

سرچینې باختر اژانس ته ویلي، چې د پکتیکا په اومنه، سروضه او ارګون ولسوالیو کې د (او.آر. ډي) موسسې په مالي ملاتړ د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو ۵ شبکې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د ۵ ژورو څاه ګانو کیندل، د ۵ لویو ذېرمو جوړول، د ۱۰۲ سولرونو نصبول، او کور په کور ۸۸ د نل لیکو نښلول شامل دي، چې پر مټ یې ۱۲۷۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو شبکو د کار په جریان کې د سیمې لسګونه تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته