خبرونهاقتصادټولنه

پکتیکا کې پر ۲۸۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم ووېشل شول

کابل، د مرغومې ۱۳ مه، باختر

د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې پر ۲۸۰۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش خبر ورکړی دی.

د پکتیکا ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د مرکز ښرنې په ګډون په ۸ ولسوالیو کې د NAC موسسې له لوري پر ۲۸۰۰  بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده مخکې هم د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته