خبرونهفرهنګ

پکتیکا کې موندل شوي تاریخي اثار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارل شوي 

کابل، د غوایی ۲۵ مه، باختر

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د عامو خلکو له لوري موندل شوي تاریخي آثار د اطلاعاتو او کتلور ریاست ته سپارل شوي دي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا محمد امین حذیفه د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د یاد ولایت د مرکز اړوند په تورمخو او خوشامند ولسوالۍ په منارۍ سیمو کې د عامو خلکو له لوري تاریخي اثار موندل شوي، چې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارل شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د یادو تاریخي آثارو د لرغونتیا په اړه کره معلومات نشته.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د خوشامند او ګومل ولسوالیو کې ورته تاریخي آثار موندل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته