پکتیکا کې د ۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پروژو پرانیسته وشوه

کابل، د لیندۍ ۲۲ مه، باختر
د پکتیکا ولایت ځايي مسوولینو د یاد ولایت په دوو ولسوالیو کې د شاوخوا ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د بېلا بېلو پروژو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عاليقدر امیرالمومنین حفظه الله د حکم په اساس د پکتیکا والي ملا عبدالخالق عابد ترمشرۍ لاندې او د یوشمېر دولتي مقاماتو په ملتیا د یاد ولایت د تروو او اوړممۍ ولسوالیو کې د ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د ۷ شبکو او ۴ ښوونځيو ته د ودانیو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
په ورته وخت کې د پکتیکا والي ملا عبدالخالق عابد د یاد ولایت د تروو او اوړممۍ ولسوالیو خلکو ته د یادو پروژو د پیل مبارکي ترڅنګ ډاډ ورکړی، چې تاسو ته به په خپل وار او د هوا په ګرمېدولو سره سم د پلان په مطابق نوې پروژې پلې کړي.
دغه راز د یاد ولایت مرستیال والي مولوي مخدوم سعادت د قراردادي شرکتونو وغوښتل، چې د خپل قرارداد په مطابق خپل کارونه په ښه او معیاري توګه ترسره کړي او د ناغېړي په صورت کې به له دوی سره قانوني چلند و شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته