کابل، د تلې ۶ مه، باختر
د پکتیکا ځايي مسوولینو په دغه ولایت کې د ترکیې د جمعیة ندأ الخیر بنسټ له لوري د پنځه سوه زرو امریکایي ډالرو په لګښت د یوه دارالایتام د جوړېدو او ګټې اخیستنې ته يې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی.
د امام بخاري دارالایتام دیني مدرسې مدیر مولوي صلاح الدین نیازي وویل:”دغه دارالایتام په مرکز ښرنه کې په درې پوړونو کې جوړ شوی، چې د اداري او درسي خونو ترڅنګ یو مجهز کلینک، کمپیوټر لب، د فوټبال او والیبال منظم لوبغالي هم لري”.
د یادونې وړ ده، چې د امام بخاري دارالایتام د ترکیې هېواد د جمعیة ندأ الخیر بنسټ له لوري د دوو کالونو په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
12 د یوې دقیقې څخه لږ