پکتیکا کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۲۳مه، باختر

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت او د برات خېلو ځوانانو له لوري د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې،

د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي چې د یادو سیالیو لومړۍ لوبه ممتاز او ناصر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ممتاز لوبډلې ۲-۱ میدانونو په توپیر بریا خپله کړه او دویمه لوبه د حیسن او دوست محمد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې حسین لوبډلې ۲-۰ میدانونو په توپیر د سیالۍ ګټونکې شوه.

دغه ریاست زیاته کړې چې د یادو سیالیو موخه په لرې پرتو سیمو کې سپورټ ته وده ورکول دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته