پکتیکا کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د نفتو او ګازو دولتي پمپ جوړېږي

کابل، د غبرګولي ۲۱مه، باختر 

د پکتيکا ځایي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۱۸میلیونه افغانیو په لګښت د تېلو انحصاري بازار د لمنځه وړلو په موخه د نفتو او ګازو د دولتي پمپ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د یاد ولایت د انحصاراتو عمومي مدیر مولوي عبدالمالک فاروقي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې  دا د خلکو اساسي غوښتنه وه او په دې سره به د دغه ولایت خلکو ته  ګڼ شمېر سهولتونه رامنځته شي.

فاروقي زیاته کړې، چې خلکو ته د سهولت رامنځته کولو په پار یې ۲۰۵۰ متره مربع ځمکه د تېلو پمپ او د ګازو شرکت لپاره ځانګړې کړې، چې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت به یې چارې د څلورو میاشتو په موده کې په اساسي ډول د جي وي جي شرکت له لوري بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ رئیس ملا شادی خان حسین حیدري وویل، چې په هېواد او سیمه کې د پانګونې لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې، نو پانګوال دې راشي او په بېلا بېلو برخو کې دې پانګونې وکړي، څو له یو پلوه وزګارو وګړو ته کاري فرصتونه پیدا شي او له بل پلوه به د هېواد او سیمې اقتصادي چارې نورې هم پیاوړې شي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه پمپ په جوړولو سره به له یو پلوه د نفتي موادو بیې کنټرول شي او له بل پلوه به د بې کیفیته تېلو او ګازو مخنیوی وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته