خبرونهورزش

پکتیکا کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ د نوروز لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د لېندۍ ۱۸مه، باختر

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت اړوند د والیبال فدراسیون قمرالدینانو او کوټووالو ځوانانو له خوا د مرکز او ولسوالیو د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د قمرالدینانو د والیبال لوبغالي کې د والیبال ۱۵ ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي چې د یادو سیالیو په پایلوبه کې د قمرالدینانو نوروز او وسیم لوبډلې ولوبېدې، چې نوروز لوبډلې ۳-۱ میدانونو په توپیر د سیالیو بریا خپله کړه.

د سالیو په پای کې لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته ۵۰۰۰ افغانۍ او دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته ۱۵۰۰ افغانۍ نغدي جایزې ورکړل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته