خبرونهټولنه

پکتیکا کې د یو میلیون افغانیو په لګښټ د یوه جومات د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د غبرګولي ۸مه، باختر

د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د ځانګړو ځواکونو په مرکز کې د یو میلیون افغانیو په لګښت د یوه جومات د جوړولو چارې پیل شوې.

د یاد ولایت د ځانګړو ځواکونو قوماندان مولوي دارو خان د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې یاد جومات په نیم جریب ځمکه کې جوړېږي.

د یادونې وړ ده، چې یاد جومات به په یوه وخت کې د شا اوخوا ۲۰۰  لمونځ کوونکو ظرفیت ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته