خبرونهاقتصادټولنه

پکتیکا کې د یوه سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې

 کابل، د سلواغې ۱۱مه، باختر

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پکتیکا په مرکز او مټاخان ولسوالۍ کې د یوه سړک او استنادي دېوال د جوړولو چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت ویلي چې د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ او د مرکز اړوند په نوې ملکانو کلي کې د ۹۸۸ زره او ۴۴۶ افغانیو په لګښت د ۴.۵ کیلومترو په اوږدوالي د کلیوالي سړک او د ۶ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوال د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د یادو پروژو په بشپړېدو سره په اړوندو برخو کې د نوموړي کلي او مټاخان ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې هوارې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته