پکتیکا کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په لګښت د ۹ مارکېټونو د جوړېدو چارې پيل شوې

کابل، د مرغومي ۲۷مه، باختر
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د خصوصي سکټور له لوري د ۱.۵ میلیونه ډالرو په لګښت د نهو پنځه پوړیزو مارکېټونو د جوړولو چارې پيل شوې.
په جوړو شویو مراسمو کې د ښرنې ښاروال مولوي سردار ولي ثابت باختر اژانس ته وویل چې د ښرنې ښاروالۍ د خصوصي سکټور لپاره د اصولو او مقرراتو په رڼا کې د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.

د دغو مارکېټونو مالک رییس نیازي وویل چې په هېواد کې د بشپړ امنیت تامین، د حکومت او ولس ترمنځ صمیمانه اړیکې، د ښاروالۍ له لوري د خصوصي سکټور لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرول او د پکتیکا ځانګړی ترانزیټي موقعیت هغه فکتورونه دي چې هغه یې دې پانګونې ته هڅولی دی.
نوموړي زیاته کړه چې دغه پانګونه به د ښرنې ښار د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو د ودې لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته