پکتیکا کې د څه باندې ٣ میلیارده افغانیو په ارزښت رغنیزې پروژې پلې او بشري مرستې ترسره شوې دي

کابل، د مرغومي ۲۶ مه، باختر
د پکتیکا والي ملا عبدالخالق عابد په مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي چې روان کال په دغه ولایت کې د شاوخوا دوه نیم ملیارده افغانیو په ارزښت ۴۵۰ پروژې او د څه کم یو میلیارد افغانیو په ارزښت بشري مرستې ترسره شوې دي.
ښاغلي عابد زیاته کړې چې د افغانستان اسلامي امارت د مشرانو په هڅو او شفقت د پکتیکا په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د خلکو اړتیاوو په پام کې نیولو سره پروژې پلې شوې چې لګښت یې شاوخوا دوه نیم میلیارده افغانۍ دی.
د نوموړي په وینا په دې پروژو کې د ښوونځیو، روغتونونو ودانیو، سړکونو، پلچکونو، د اوبو بندونو، مخابراتي انتنونو، د څښاک پاکو اوبو شبکو جوړول شامل دي.
هغه وویل چې د بشري مرستو برخه کې پر مستحقو کورنیو د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت خوراکي توکي، درمل، او د خلکو د لومړنیو اړتیاوو مرستې وېشل شوې دي.
ورته مهال د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت وویل چې یادې پروژې د خلکو غوښتنو ته په کتو په ټولو نږدې او لرو پرتو سیمو کې پلې شوې دي.
د سیمې قومي مشرانو حاجي غاټول او حاجي اکبر د پروژو هرکلی وکړ او د اسلامي امارت د هڅو ستاینه یې کړې ده.
هغوی د پلتو بند د جوړولو یادونه هم وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د دې بند چارې به په ښه ډول ترسره شي.
د پکتیکا ولایت قومي مشران بیا وایي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د بیارغونې، روغتیا، کرنې، بشري مرستو، قومونو ترمنځ یووالي او د خلکو ستونزو ته په وخت رسېدنې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.