پکتیکا کې د ټېپ بال اختریز سیالۍ پيل شوې
کابل، د وري ۱۶ مه، باختر
د پکتیکا د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسوولینو د یاد ولایت د زیړوک ولسوالۍ په ورژاڼه کلي کې د تېپ بال اختریز سیالۍ د پيلېدو خبر ورکړی دی.
د پکتیکا د بدني روزنې او سپورټ آمریت، د ټېپ بال فدراسیون او د زېړوک ولسوالۍ د ورژاڼه کلي د ځوانانو په ګډه همغږۍ سره د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال اختریز سیالۍ پیل شوې چې ۷ ورځې به دوام وکړي.
هغه زیاته کړه چې د ټېپ بال دغو سیالیو په پيل لوبه کې د شفیع الله لوبډلې وتوانېد د عصمت الله لوبډلې ته ماتې ورکړي.
هېره دې نه وي، چې د یادو سیالیو موخه د اختر په شپو او ورځو کې ځوانان ورزش ته هڅول دي.