خبرونهامنیت

پکتیکا کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ضبط شوه

کابل، د غبرګولي ۸مه، باختر

د ملي دفاع وزارت په پکتیکا ولایت کې د وسلو او مهماتو د یوې زېرمې د کشف او ضبط ورکړی دی.

یاد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د وسلو یاده زېرمه یې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې کشف کړې ده.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په ترلاسه شویو وسلو کې ۲۱ کلاشینکوفونه، یو ام فور، درې روسۍ پیکاوې، ۹راکټونه، یو زیکویک، یوهاوان، یو هشتاد دو، ۳۴ د راکټ مرمۍ، ۸ د هاوان مرمۍ، ۸ صندوقه د زیکویک مرمۍ، ۹ لاسي بمونه، ۵ مخابرې، ۲ دوربینونه او ۲۴ چانټې شاملې دي.

د ملي دفاع وزارت په دې اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته