پکتیکا کې د بدني روزنې او سپورټ آمریت د ۳۴ ولایتونو ترمنځ د ارزونې(ارزيابي) په برخه کې لومړی مقام خپل کړ
کابل، د لېندۍ ۱۸ مه، باختر
د بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست له لوري په ټول هېواد کې د ۳۴ ولایتونو ترمنځ د اداري کارنو او سپورټ په برخه کې د ارزونې پروسه ترسره شوه.
په دې ارزونه کې د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت د غوره کړنو او نوښتونو له امله لومړی مقام خپل کړ.
د دې بریا تر شا د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت د غوره رهبرۍ، د ورشکارانو او د پکتیکا د خلکو ملاتړ نه هېرېدونکی رول وو.
د یادونې وړ ده، د پکتیکا ولایت د بدنې روزنې او سپورت آمریت تل د ځوانانو ترمنځ په ولایت او نورو ولایتونو کې د بېلابیلو برخو لوبې چمتو کړي، چې ورزشکاران ترې خوشاله هم دي.