کابل/ باختر/ دکب دمياشتې اتمه
د پکتیکا ولایت د مرکز او ټولو ولسوالیو اوسېدونکي په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو له نا سم کیفیت او د معياري انټرنټي خدمتونو د نه شتون له امله سر ټکوي.
دوی وايي: د دغه ولایت په ځینو سیموکې مخابراتي خدمات هیڅ شتون نه لري او په هغو سیموکې چې شته ، هغه هم د کيفيت او معيار له پلوه د خلکو ستونزو ته جواب نه شي ويلای.
د مرکز ښرنې اوسېدونکی کلاخان حیران په دې اړه باختر خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي لا هم له ټلیفوني اسانتياوو بې برخې دي.
مدني فعال خانزاده تراب وایي چې په دغه ولايت کې مخابراتي شبکې ناسم کیفیت لري او حتی په ځینوسیمو کې هيڅ شتون نه لري.
دى زياتوي: د ( 3G) خدمتونه چې په اوسني وخت کې ورته زیاته اړتیا لیدل کېږي، تش په نوم او دومره کمزوري دي چې هیڅ د ګټې اخيستنې وړ نه دي.
د یادونې وړ ده چې اوس مهال په پکتیکا ولایت کې د روشن، اریبا، افغان بسیم او اتصالات د خصوصي شبکو ترڅنګ د سلام او افغان ټیلي کام دولتي مخابراتي شبکې خدمات وړاندې کوي، چې له ډلې یې یو شمېر شبکې یوازې د ولایت په مرکزکې د( 3G) انټرنټي اسانتياوې لري
1 1 دقیقه لوستل