پکتیکا او لغمان کې د ټېپ بال سیالۍ پای ته ورسېدې
کابل، د غوایی ۴ مه، باختر
د پکتیکا په زېړوک ولسوالۍ کې د ټېپ بال اختریزې سیالۍ د عصمت الله لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت د ټېپ بال فدراسیون په چوکاټ کې د زېړوک ولسوالۍ د ورژاڼه کلي د ځوانانو له لوري د ټېپ بال اختریزې سیالۍ د ۳۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، چې پایلوبې ته د عصمت الله او جاوېد لوبډلو لاره موندلې وه، چې عصمت الله لوبډلې د ۱۲ اورونو په لوبولو سره جاوېد لوبډلې ته د ۹۵ منډو هدف وټاکه، خو مقابلې لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نشو کړای او ماتې ومنله.
د لوبې په پای کې ګټوونکو لوبډلې ته کپونه او نورې جایزې ورکړل شوې.
د یوبل خبر له مخې؛ د لغمان په علینګار ولسوالۍ کې هم د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال سیالۍ پای ته رسېدلې دي.
سرچینې د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې پایلوبې ته د پريانې الف او چهلګزي لوبډلو لار موندلې وه، چهلګزي لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۴ منډې هدف ورکړ، خو مقابلې لوبډلې په ټاکلو اورونو کې ورکړل شوی هدف پوره او بریا یې خپله کړه.