پکتیکا؛ د ۳۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د لسګونو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

کابل، د لیندۍ ۱۲ مه، باختر
د پکتیکا ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ۳۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت د شاوخوا ۶۰ بېلابېلو پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې دي.
د پکتیکا والي الحاج ملا عبدالخالق عابد د پرانیستې پر مهال وویل، چې د اسلامي امارت مشرتابه ژمن دی، ترڅو د هېواد په هر ګوټ کې د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ګټورې پروژې پلي کړي.
نوموړي زیاته کړه، دغه پروژې په برمل، شکین، نعمت اباد، وړممۍ او تروې ولسوالیو کې پلې کېږي، چې د سړکونو، ښوونځیو، مدرسو، جوماتونو او د اوبو رسولو د شبکو جوړول په کې شامل دي.
د سیمې قومي مشرانو او اوسېدونکو د پروژو د پيل هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا د خلکو د شلو کلونو هیله وه، چې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې پوره شوه.
په یادو پروژو کې به د اړوند سیمو لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده، چې د پروژو چارې په برمل او شکین ولسوالیو کې پیل شوي او په نورو ولسوالیو کې به هم ډېر ژر پیل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته