پکتیکا؛ د پوهنې آمریتونو ته د ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت اړین وسایل وېشل شوي

کابل، د لیندۍ ۱۴ مه، باختر
د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولینو د یاد ولایت د مرکز په ګډون ټولو ولسوالیو کې د ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اړینو وسایلو د وېش خبر ورکړی دی.
د پکتیکا د پوهنې رییس مولوي عبدالوکیل خالد باخترآژانس ته وویل چې یاد ریاست د مرکز په ګډون د ټولو ولسوالیو د پوهنې آمریتونو ته د ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت اړین وسایل وېشلي چې په کې کمپیوټرونه، پرینټرونه، میزونه، څوکۍ، فرشونه، خیمې، المارۍ، سپورټي وسایل، د لابراتوارتوکي، سپینې ورقې، کتابچې او قلمونه شامل دي دي.
هغه زیاته کړې:«موږ تل هڅه کوو د ولسوالیو د پوهنې آمریتونو اړتیاوې پوره کړو ترڅو دوی وکولای شي خپل کارونه په ښه او منظمه توګه پرمخ بوځي».
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په هېواد کې د پوهنې په برخه د ادارو ستونزې حل شوي او کارونه په نورمال ډول مخته ځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته