پکتیکا؛ ارګون او خیرکوټ ولسوالیو کې د نري رنځ د تشخیص دوه نوي ماشینونه فعال شول
کابل، د لېندۍ ۱۷ مه، باختر
د پکتیکا په ارګون او خیرکوټ ولسوالیو کې د ۴۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د نري رنځ (TB) د تشخیص دوه جینکسپرټ ماشینونه فعال شول او ناروغانو لپاره به وړیا خدمات وړاندې کوي.
ډاکټران د نري رنځ په تشخیص او درملنه کې د جینکسپرټ ماشینونو فعالیت د نني عصر اړینه اړتیا ګڼي او د پکتیکا په نورو روغتیایي مرکزونو کې یې د فعالېدو هېله ښیې.
په روغتیایي برخه کې د پکتیکا محرومیت ته په کتو د سیمې خلک داسې فعالیتونه ګټور یادوي او په اړونده برخه کې د ډېرې پاملرنې غوښتنه کوي.
تر دې وړاندې یاد ماشین یوازې د پکتیکا په مرکزي روغتون کې فعال و، چې د زیاتې ګڼې ګوڼې په مهال به ډېری ناروغان ګاونډیو ولایتونو ته لېږل کېدل.