پکتیا کې نهه تنه د ځنګلونو د وهلو په تړاو ونیول شول
کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، پکتیا کې د ځنګلونو د وهلو په تړاو د نهو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
باختر آژانس ته د یادې ادارې په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: د پکتیا ولایت د چاپېریال ساتنې د رئیس مولوي عبدالهادي هدایت په مشرۍ نظارتي ټیم له لوري، د دغه ولایت په وزې ځدران ولسوالۍ کې ۹ تنه چې ځنګلونه یې وهل؛ له وسایلو او برقي ارو سره نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
ځنګلونه د هېواد ملي شتمني ده چې ساتنه او پالنه یې د ټولو هېوادوالو ملي مکلفیت دی او د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې؛ په ټول هېواد کې د ځنګلونو وهل او قاچاق بند دی او د سرغړونې په صورت کې به د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت په بیاواکمنۍ سره؛ په هېواد کې د ځنګلونو د ساتنې لپاره د کورنیو چارو وزارت لهخوا د شنې قطعې په نوم ځانګړی ځواک جوړ شوی چې د هېواد د ځنګلونو ساتنه کوي.