خبرونهفرهنګTOP

پکتیا کې موندل شوي تاریخي اثار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل شول

کابل،  د وږي ۱۹مه، باختر 

د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې موندل شوي ۳۳ قلمه تاریخي اثار د یاد ریاست ملي موزیم ته وسپارل شول.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې یادو موندل شویو تاریخي اثارو کې سکې، کوچني لوښې او مجسمې شتون لري چې د یو شمېر دولتي ادارو مسوولینو په شتون کې رسماً ملي موزیم ته وسپارل شول.

د مسوولینو په خبره دغه تاریخی اثار د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې موندل شوي او ټاکل شوې چې لرغونتوب به یې د یو مسلکي ټیم لخوا مشخص شي.

 د پکتيا ملي موزيم په ۱۳۹۰ هجري کال جوړ شوی، چې شاوخوا سلو پورې تاریخي او لرغوني اثار په کې شتون لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته