پکتیا کې د ۳.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې شوې
کابل، د لیندۍ ۱۴ مه، باختر
د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ٣.٢ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو لګولو د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
سرچینې باخترآژانس ته ویلي، چې دغه پروژه د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په مالي ملاتړ د ځاځي اریوب ولسوالۍ په ملا فاتح کلي کې د ۳.۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې دغه پروژې کې د ۱۵ مترو په اوږدوالی یو سربند، د ۱۱۴ مترو په اوږدوالي یو کانال او د ۸۰ مترو په اوږدوالي د یوه استنادي دېوال جوړول شامل دي، چې په بشپړېدو سره یې د یادې سیمې سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې خړوبېږي او د موسمي سېلابونو په مخنیوي کې اغیزمن تمامېدای شي.
د یادونې وړده، چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې ورته نورې پروژې هم پلې شوې دي.