خبرونهروغتیا

پکتیا کې د ۳۷۵ زره ډالرو په لګښت یو روغتون جوړولو چارې پيل شوې

کابل، د غوايي ١٤مه، باختر
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت مرکز اړوند رباط کلي کې د یو مجهز روغتون د جوړولو د چارو پرانیسته وکړه.
حقاني د یاد روغتون بنسټ ایښودلو مراسمو کې وویل چې تېر یو کال کې له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران څخه څه باندې ١.٥ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي .
هغه زیاته کړه، چې اسلامي امارت بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته ټول لومړني آسانتياوې برابرې کړي او هڅه کوي، چې د دوی ستونزو ته په وخت رسېدنه وشي.
ورته وخت کې د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسوولینو باختر آژانس ته ویلي چې یاد مجهز روغتون د دغه ولايت مرکز اړوند په رباط کلي کې د UNHCR ادارې په مالي ملاتړ د ٣٧٥ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ٦ میاشتو په موده کې جوړيږي، چې ورسره به د سيمې سلګونه کورنیو ته روغتيايي آسانتياوې برابرې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته