خبرونهTOPروغتیا

پکتیا کې د یو میلیون امریکایي ډالرو په لګښت یو روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د وږي ۲۱مه، باختر

د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې د یو معیاري روغتون پرانیسته وکړه.

د دغه روغتون د ګټې اخیستنې مراسمو پرمهال د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ویلي، چې پکتیا د روغتیا په برخه کې زیات کار ته اړتیا لري، د ولایت په کچه روغتیایي خدمات او امکانات نیمګړي دي خو هڅې کوي چې په دغه برخه کې د پکتیا وګړو ته غوره خدمات وړاندې کړي.

ورته مهال د پکتیا د عامې روغتیا ریاست یو مسوول د باختر اژانس خبریال ته وویل چې د ځاځي اریوب ولسوالۍ په سرګل کلي کې د سیمې یو تن بهر مېشتي هېوادوال لخوا د شاوخوا یو میلیون امریکایي ډالرو په لګښت د «حبیب الرحمن» په نوم د وړیا درملنې روغتون او زېږنتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه روغتون په دوه پوړونو کې په څلور جریبه ځمکه جوړ شوی چې په یو وخت کې د ۲۲ ناروغانو د بستر وړتیا لري. 

دغه راز د سیمې اوسېدونکي بیا وایي چې د اریوب ځاځي ولسوالۍ د لارې اوږدوالي او د خلکو شمېر ته په کتو اړتیا ده، چې په روغتیایي برخه کې ورته نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته