کابل، د وږي ۲۰مه، باختر
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د ۱۰ شبکو د ګټې اخیستنې خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پکتیا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د یونیسف دفتر په مالي مرسته د یاد ولایت په زرمت، ګرده څېړۍ، سيدکرم ، ډنډ پټان، جانې خېل او څمکنيو ولسوالیو او د مرکز ګردېز اړوند په شاه قده، چوڼۍ او تيرې غفورخېلو کليو کې د څه باندې ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۱۰شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ په دغو شبکو کې د ۳۸ زره ۶۲۶ مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۵۶۷ شیردهنونو نښلول او د پاکو اوبو ۱۰ ذخیرو جوړول شامل دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د یادو شبکو د کار په جریان کې سلګونه ځایي اوسېدونکو ته کاري زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې د ۱۰ ښوونځیو زده کوونکو، د ۱۴ جوماتونو لمونځ کوونکو، د ۳ روغتیايي مرکزونو کارکوونکو او مراجعینو او ۲ زره کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
9 1 دقیقه لوستل