خبرونهTOPټولنه

پکتیا کې د ٣.٥ میلیونه ډالرو په لګښت د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

 

کابل،  د وږي ٢۹مه، باختر 

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني پکتیا ته د خپل سفر پر مهال ګردیز کې د شاوخوا ۳.۵ میلونه امریکایي ډالرو په لګښت د یوه عیدګاه جومات د جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د یاد جومات د بنسټ ایښودلو په مراسمو کې ویلي چې په هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ دی او د رغنیزو پروژو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

Ps202409191 1

هغه په دغه مراسمو کې له سوداګرو غوښتي، چې د هېواد د آبادۍ او اقتصادي پیاوړتیا لپاره دې خپله سرمایه د نورو هېوادونو پر ځای په خپل هېواد کې په خوندي توګه مصرف کړي.

دغه جومات، چې په یو وخت د ۱۰ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري لګښت یې د خلیفه سراج الدین حقاني، خیریه بنسټونو او ملي سوداګرو لخوا ورکول کېږي او چارې به یې د ٣ کالونو په موده کې بشپړې شي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په هېواد کې د دا ډول جوماتونو جوړولو ته پاملرنه زیاته شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته