پکتیا کې د ٣ میلیونو افغانیو په لګښت یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل, د لېندۍ ۱۸ مه, باختر
د پکتیا ولایت سیمه ییزو مسوولینو د یاد ولایت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې د ګټې اخیستنې خبر ورکړی دی.
د پکتیا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د مطبوعاتو مسوول ایمل عمر احمدزي باختر آژانس ته ویلي چې د دغه لایت د روحاني بابا ولسوالۍ په استوګني کلي کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت لخوا د ٣ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو سربند یو کانال او ساتندوی دېوال جوړ ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
هغه زیاته کړې چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره د خلکو لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې خړوبېږي چې د اوبو بې ځایه ضایع کېدو مخنیوی به وشي.