خبرونهورزش

پکتیا کې د والیبال سیالۍ د ولي حسن لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل د غبرګولي ۲۶مه، باختر

د پکتیا د بدني روزنې او ورزش ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شویو سیالیو د پای خبر ورکړی دی.

د یاد ریاست مسوولینو باختر آژانس ته ویلي چې په دغه سیالۍ کې د ۹ ولایتونو ۷۰ لوبډلو برخه اخیستې وه چې پایلوبې ته د پکتيا ولي حسن خېل او حاجي صمد حسن خېل لوبډلو لار موندلې وه، چې ولي حسن خېل لوبډلې ۳\۲ ميدانونو په توپير خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

سرچینې زیاته کړې، یادې سیالۍ ۵۰ ورځې وړاندې پیل شوې وې چې د پکتیا په ګډون کابل، لوګر، غزني، میدان وردګ، خوست، کاپيسا، لغمان، ننګرهار او پکیتیکا ولایتونو لوبډلو ګډون کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته